"د قبایلو د سباوون ټاکلو حق یواځې له دوی سره دی"

محمودخان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي، د قبایلود راتلونکي اییني او قانوني حیثیت په اړه د پرېکړې واک دې د هغو سیمو خلکو ته ورکړل شي.

محمود خان اڅکزي د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خپل پلار خان شهید د ۴۳م تلین پر مهال وویل، دوی په قبایلو کې د جمهوري نظام عملي کېدل او قبایل د پاکستان د جمهوري نظام د برخې ګرځولو پلوي دي.

نوموړي د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه د حکومتي کمیټی په رراپور هم نیوکې وکړي.

بلخوا نن په جمرود پریس کلب کې د خېبر سیاسي اتحاد له اړخه د ایف سي آر ضد یوه جرګه وشوه.

په جرګه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمات اسلامي، پیپلز پارټۍ مشرانو او د ځوانانو اتحادیو مشرانو ګډون وکړ.

په دغه موقع د جرګې ځنو ګډونوالو وویل، ایف سي آر قانون دی ختم کړل شي او فاټا دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي.

هم د یکشنبې په ورځ د مومندو په غلنۍ کې بیا د ایف سي ار خلاف فاټا سیاسي اتحاد لاریون وکړ.