بنو کې د خلیل سرباز د وژلو پرضد لاریون
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په بنو کې د پښتونخوا زده کوونکیو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن) په یوه لاریون کې د خپل یوه غړي خلیل سرباز د وژنې پرضد لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د هغه قاتلان ژر تر ژره ونیسي. د پي اېس او ځوانانو په ښار کې لاریون وکړ او د بنو پرېس مخې ته یې د احتجاجي غونډې مهال د پاکستان امنیتي ادارو پرضد شعارونه ورکول چې د خلکو په ژغورنه کې پاته راغلی دی. او تور یې ولګاوه چې ځینې ریاستي کړۍ په لوی لاس په بنو کې حالات خرابوي.
مظاهره چیانو پر دې مهال د ټرافیک پرمخ لارې هم تړلې وې. د مظاهره چیانو وینا وه چې خلیل سرباز د پولیس له څوکۍ سره نېږدي ووژل شوي خو امنیتي ادارې تراوسه د هغه د وژونکیو په نیولو کې ناکامه شوی دی. دوی وویل که د هغه قاتلان و نه نیول شول نو بیا به لاریون او احتجاجونه کوي.
د پښتونخوا سټوډنټس ارکنایزېشن غړی د چارشنبې ورځ په بنو کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.
د عمردراز وزیر ویډيو