ننګرهار عامي روغتیا مشر ډاکتر نجیب الله کامه وال د پننجشنبې په ورځ د روغتون تر بنسټ ایښودو وروسته مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې په شاوخوا یو نیم کال کې روغتون جوړ شي او پکې کار پیل شي.
ده زیاته کړه چې د ودانۍ پر چارو شاوخوا ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
والي ګلاب منګل وویل، دا ۵۰ بستره روغتون به د سیمې ولس ته معیاري روغتیايي خدمات ورسوي.