په ننګرهار کې په ډرون برید کې ۱۳ وسله وال وژل شوې دي.
د اتوار پر ورځ د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي مشال رېډیو ته وویل ، پرون مازیګر په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې ۱۳ وسله وال وژلي دي.
خوګیاڼی وایي چې په ډرون برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو لا څه نه دي ویلي.