د جماعت اسلامي مرکزي مشرسینیټر سراج الحق د الیکشن کمیشن نه غوښنه کړې ده چې الیکشن ته ودریدل دې د لور خور په جایداد کې د حق ورکولو سره مشروط کړي.
سراج الحق له مشال راډیو سره نن په خبرو کې چې ویلي باید الیکشن کمېشن داسې کس ته دقامي او صوبایياسمبلیو ته د ودریدو اجازت ورنکړي چې لور خور ته په جاییداد کې شرعي حق نه ورکوي. هغه دا هم وویل چې دوی د ښځو د ووټ اچولو مرسته کوي.
بلخوا په دویم نومبر په اسلام اباد کې د درغلیو ضد د تحریک انصاف په دهرنا کې د ګډون په اړه سراج الحق وویل دغه د تحریک انصاف خپلهفیصله ده، او له دوی سره په دې اړه څه مشوره نده شوې.
جماعت اسلامي په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف اتحادي ګوند دی.