د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي هېڅ یو هېواد نه شي کولای چې د طالبانو په ګډون له هغو ډلو ملاتړ وکړي چې د خلکو په وینو یې لاسونه سره دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د خلکو غوښتنه داده چې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو د تمویل مرکزونه دې لمنځه یوړل شي.
((زموږ باور دا دی چې د روسیې او ایران په ګډون به په سیمه کې هېڅ هېواد له دغه ډلو ملاتړ وکړي او دغه ډلې منزوي دي او دا ډولې د افغانستان د ښمنې ډلې دي.))
دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې ایران او روسیې سره د طالبانو د اړیکو په اړه یو شمېر راپورونه خپاره شوې دي.
افغان کارپوهان ایران ته د ملا منصور تګ او د طالبانو په اړه د ځینو روسي چارواکو څرکندونې د دوی ترمنځ د اړیکو ښه ثبوت بولي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې راپورونه وايي د طالبانو د دقطر دفتر ځینیو چارواکو په دې وروستیو کې اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې د سولې په خبرو کې برخه اخیستې، خو پاکستان دا خبره نه ده تائيده کړې.