نړۍ دې له افغانستان سره ودرېږي: بان

ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښه راتلونکي باب پرانیزي.

نړیواله ټولنه وايي، سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره د اوږد مهاله ملاتړ ژمنه کوي چې د دوی دا ملاتړ به دغه هېواد ته نوی راتلونکی ورکړي.

د ملګر ملتونو سرمنشي بانکي مون د چارشنبې په ورځ د برسلز په غونډه کې وویل چې افغانستان د سولې او ثبات وړ دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یوه باثباته افغانستان لپاره دې له ۲۰۲۰ م کال ور هاخوا هم د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

د ملګر ملتونو سرمنشي بانکي مون

هغه زیاته کړه:

"موږ باید د افغانستان او سیمې د سولې د پروسې څخه ملاتړ وکړو، افغانان د دې وړ دي چې له ځان سره نړیوال ملاتړ ولري او دا ملاتړ د څو راتلونکو کلونو لپاره مهم دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د سولې تر اوږدو خبرو وروسته له حزب اسلامي سره د روغې جوړې هوکړه لاسلیک کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د برسلز په کنفرانس کې دا یوه لاسته راوړنه یاده کړه او یې ویل چې د افغانستان سیاست کله هم تخریبي نه دی بلکې د حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک لاسلیک د ډار اچونکو لپاره یو واضح پیغام دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني په دې غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې د سیمې په هېوادونو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دې غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ده او طالبان کله هم نشي کولای چې د زور له لارې هدف ته ورسېږي.

جان کیري: طالبان د جګړې په میدان کې هیڅکله نه شي بریالي کېدای.

نوموړي زیاته کړه:

"د جګړې د ابرومندانه پای ته رسولو لپاره یو لاره شته چې طالبان یې باید غوره کړي، دوی د جګړې په میدان کې هېڅکله نه شي بریالي کېدای بلکې یوازې له افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې له لارې کېدای شي چې دایمي ثبات ټینګ شي او د بهرنیو ځواکونو وتو ته لار هوار شي او د طالبانو هدف هم دا دی."

هندوستان، پاکستان، ایران، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې د افغانستان سره په سیمه کې پراته او جان کیري ورڅخه وغوښتل چې د افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې ملاتړي وي.

خو د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو دې ژمنو ته په کتو افغان کارپوهان وايي چې نړیواله ټولنه دې یوازې د افغانستان سره په مرستو کفایت نه کوي بلکې د تروریزم په ملاتړو هېوادونو دې هم خپل غږ یو کړي.

د نړیوالو چارو یو کارپوه انتظار خادم په دې اړه وویل:

"نړیواله ټولنې ته هم دا معلومات شته چې کوم هېوادونه د تروریزم ملاتړي دي او اوس د دې وخت راغلی چې دوی اوس نه یوازې په افغانستان کې د ترویزم په وړاندې جدیت ښکاره کړي بلکې باید د تروریزم په ملاتړو په تېره بیا پر پاکستان فشار راوړي او هغه مکلف کړي چې په افغانستان کې د سولې سره مرسته وکړي."

د بروکسل غونډه د ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو او د ۲۰ څخه د ډېرو نړیوالو سازمانونو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په بلجیم کې جوړه شوه چې ګډون کونکو یې د افغانستان د یوازې نه پاتې کېدو ژمنه وکړه.

خو د چارو څېړونکی انتظار خادم هیله لري چې که نړیواله ټولنه د افغانستان سره په مرستو کې رښتینې پاتې کېږي باید هغه هېوادونه چې افغانستان ته ترهګرۍ استوي د ترهګرۍ په ملاتړي هېواد معرفي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ