کراچۍ: د مدني مبارز واحد بلوڅ خوشېکېدو لپاره لاریون
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ګل/یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې د بشري حقونو سازمان، د مدني ټولنې فعالانو د تریتم یا بېدرکه کړل شوي یوه فعال واحد بلوڅ د خوشېکېدو لپاره لاریون را-اېستلی وو. نوموړی له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې ورک دی. په دغه مظاهره کې د هغه د کورنۍ غړي یې هم شامل ول.
د واحد بلوڅ لور هاني بلوچ مشال راډیو ته وویل چې پلار یې د جولایي په ۲۶ مه نېټه بې درکه کړل شوی دی.
بلوچ ملتپالان تور لګوي چې د پاکستان امنیتي ادارو یې په زرګونو خلک لا درکه کړي خو امنیتي ادارې دغه تورنه ردوي.
له کراچۍ د محمد عمران ویډيو راپور