د خېبر پښتونخوا ګورنر د مومندو په برید کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره مالي مرستې کړې دي.
د پنجشنبې په ورځ د ګورنر یوه استازي مسرت رضا د امبار په پای خان کلي کې د مرستو تر ورکولو وروسته مشال راډیو ته وویل، د ټولو ۶۷ کسانو کورنیو ته یې پیسې ورکړې.
د کلي ځېنو مشرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې ګیله وکړه چې دا مرستې کمې دي.
تېره اوونۍ د جمعې لمانځه مهال د پای خان کلي په جومات کې په ځانمرګي برید کې ۳۶ کسان ووژل شول او ۳۱ ژوبل شول.