رستم شامومند: یو افغان کډوال هم غیر قانوني نه دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر او د خېبر پښتونخوا د حکومت لخوا ټاکل شوی د کډوالو د یوې کمیټۍ مشر رستم شا مومند وايي، په پاکستان کې اوسیدونکي ټول افغان کډوال قانوني دي، هېڅوک د دوی د ځورولو حق نه لري. نوموړي مشال راډیو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې افغان کډوال د پاکستان په اقتصادي پياوړتیا کې رول لوبوي او هېچا ته ترې تاوان نه رسیږي نو د دوی ځورول او په زوره ویستل دې بند کړل شي. د مشال همکار خالدخان د رستم شا مومند سره خبرې کړې دي.