د بلوچستان وکیلانو پرېکړه کړې چې د پاکستان په سپریم کورټ کې به د کوټې برید مقدمه پرمخ یوسي.
ټاکل شوې چې سپریم کورټ د روانې میاشت پر ۲۰مه نېټه د کوټې پر وکیلانو د ځانمرګي برید پېښې اورېدنه وکړي.
د بلوچستان وکیلانو ټولنې یوه مشر نصیب الله ترین نن مشال راډیو ته وویل، دوی تېره ورځ په غونډه کې پرېکړه وکړه چې په اورېدنه کې د خپلې مقدمې دفاع وکړي.
ده زیاته کړه چې د کوټې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو ملګرو څلوېښتي به د روانې میاشت پر ۲۳مه نېټه کوي او د وکیلانو کاربندیز به تر ۲۴مې نېټې روان وي. هلته عوامي نیشنل ګوند نن د صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې د کوټې په هغه برید کې د وژل شویو لپاره خیراتونه کوي او سبا ته یې په صوبه کې د کاربندیز اعلان کړی چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د سوداګرانو اتحادیو یې ملاتړ کړی.
د اګست پر اتمه په کوټه کې په ځانمرګي برید کې ۷۳ کسان وژل شوي ول او څه باندې یو سل ژوبل ول چې زیاتره یې وکیلان ول.