ایران حکومت ۱۹۷افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ یوه مسؤل څارنپال عزیز احمد سرباز نن(پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل چې دغه بندیان د افغانستان او ایران ترمنځ د یوې هوکړې په اساس سپارل شوي دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې یاد کسان په ایران کې د مخدره موادو د لېږد او یو شمېر نورو تورنو له امله ابندیان شوي وو.
دوی وایي، د افغانستان حکومت هم ۲۳ ایراني بندیان هغه هېواد ته سپارلي دي.