د بازمحمد کاکړ بل کړی مشال به تر منزله رسوو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د اګست په اتمه نېټه په یوه خونړي خانمرګي برید کې د بلوچستان نامتو وکیل بازمحمد کاکړ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ خو د هغه وروڼو د لوی اختر په ورځ د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره په خبرو کې د ولس په نامه په خپل یوه پیغام کې ویلي چې د خپل ورور بازمحمد کاکړ بل کړی مشال به تر خپله منزله رسوي.