د فېنلینډ پولیس چارواکي وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت وسله والو په لاس د عراقیو سرتېرو په عامه وژنه کې د برخې اخیستو په شک یې یو عراقی نیولی دی.
هغه مهال شاوخوا ۱،۷۰۰ عراقيو سرتېرو چې زیاتره یې اهل تشیع ول، له پخوانۍ امریکايي پوځي اډې څخه د تېښتې هڅه کوله چې پر اډې د اسلامي دولت ډلې برید پر وخت ووژل شول. د نیول شوي ۲۴ کلن عراقي نوم نه دی ښودل شوی.
د فېنلینډ پولیسو بېګا وویل، ښايي دا کس هغه مهال د اسلامي دولت ډلې غړی وو. دا سړی تېر کال د اګست په میاشت کې فېنلینډ ته داخل شوی وو خو چارواکو دا و نه ویل چې ایا دې سړي د پناه غوښتنه کړې او که څنګه؟
تېر کال فېنلینډ ته د پناه په تکل په تللیو ۳۲،۵۰۰ کسانو کې زیاتره عراقیان ول.