په مومندو کې د ماربلو کارخانو له بندیدلو سره بې روزګاري زیاته شوې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کوزې مومند ایجنسۍ په مېچنۍ سیمه کې د بجلۍ د نشتوالي له وجې د ماربلو ۳۹ کارخانې بندې شوي دي.
د کارخانو مالکان وايي، دوی په سلګونو ځايي خلکو ته په خپلو کارخانو کې روزګار ورکړی وو چې اوس یا خو بې روزګاره دي او یا د مزدورۍ لپاره نورو ښارونو او سیمو ته تللي دي.
په مومندو کې دا کارخانې یوه میاشت وړاندې د بجلۍ د لوډ شیډنګ د زیاتیدو له وجې بندی شوي دي.