د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د شنبې پر ورځ هم د دریمې ورځې لپاره په حصارک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاني مشال راډیو ته وویل چې افغان کمانډو ځواکونه یادې ولسوالۍ ته رسېدلي او جګړه یې پیل کړې.
خوګیانی زیاتوي چې اوس هم ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده او وسله والو طالبانو ته په یاده جګړه کې درانه زیانونه اوښتي دي.
بل لوری د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال رادیو ته ویلي چې د حصارک ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې نیولي دي.
خو د ننګرهار چارواکي دا ادعا ردوي.