له غني جان اغا سره مې تر ورورۍ دوستي ډېره وه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

۵۴ د کلن غني جان اغا د کلا عبدالله د کلي پایزي سیدانو اوسېدونکی وو چې د روانې اګست میاشتې پر اتمه نېټه له نزدې ۷۲ نورو کسانو سره چې ډېری یې وکیلان ول، د کوټې په لوی روغتون کې یوه ځانمرګي بم برید وواژه. غني جان اغا له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د کوټې په بلوچستان های کورت کې وکالت کولو. د ده ورو سید غفور جان اغا په کوټه کې د مشال راډيو له خبریال ایوب ترسن سره په خبرو کې وویل، غني جان آغا یو داسې انسان وو چې تل به یې خوله له خندا ډکه وه.