د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې د یکشنبې په سهار څه باندې پنځه بجې وسلهوالو طالبانو برید پیل کړی دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم پیل شوې جګړه تائیدوي خو وايي چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
افغان سرتېرو له تادې وسلوالۍ څخه مشال راډیو ته وویل چې ګڼو وسلهوالو مخالفینو سهار د ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی دی.
د دوی پر خبره ی دوی يې هم مقابله کوي خو له مرکزي حکومته د هوايي او نورو تازه دمو ځواکونو غوښتنه کوي.
د نورستان والي هم سیمې ته د هوايي ځواک لېږلو غوښتنه کړې ده.