اوکراین وايي، عراق او شام ته تلونکیو سختدریځو مخه نیولې

اوکرایني چارواکي وايي، هغه وسیلې یې تړلې دي چې سختدریځو به کارولې او له داعش سره به یو ځای کېدل.

د اوکراین ملي امنیت ادارې بېګا وویل، په شمال – ختیځ ښار خارکیف کې یې یو اپارټمېنټ موندلی چې پکې به خلک د لنډې مودې لپاره غونډېدل او له هغه ځایه به یې عراق یا شام ته د تګ هڅې کولې.

اداره وايي، د پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو یو وګړی یې نیولی چې د اسلامي دولت ډلې ته به یې خلک جذبول. بیان زیاتوي په کییف کې هم یو کس نیول شوی دی چې په شام کې یې پوځي روزنه تر لاسه کړې.