د هلمند کډوالو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له کبله درې زره کورنۍ بېځایه شوې دي.
د هلمند د کډوالو چارو مشر نقیب الله زمریال مشال راډیو ته وویل چې دغه کورنۍ په تېره یوه اونۍ کې له نادعلي،ناوې او ګرمسیر ولسوالیو بېځايه شوي او دا مهال د لښګرګاه ښار په شاوخوا سیمو کې اوسېږي.
له تېرې یوه اونۍ راهيسې په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.