کوټه کې ویر دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نن د نهې/سېشنبې په ورځ د بلوچستان مرکز کوټې سیویل روغتون کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بم برید او ورپسې ډزو پرضد په احتجاج کې په ټوله صوبه او کوټه کې ویر او په ګڼو ښارونو کې هړتال او کاربندیز دی.
په کوټه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، په بلوچستان کې به د درو ورځو لپاره تعلیمي ادارې، دفترونه، بازارونه او عدالتونه بند وي.
د پاکستان سپریم کورټ بار اتحادیې هم د اوو ورځو لپاره ویر اعلان کړی دي.
د کوټې په سیویل روغتون کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.