د بنو کوڅې باراني اوبو پرسر اخیستې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې د پشکال وروستیو ورښتونو د دغه ښارګوټي په کوڅو کې د خلکو ژوند او تګ راتګ تر ډېره په ټپه درولی دی. ښاریان وايي چي باران وشي، نو ټول بازار او کوڅې له ګنده اوبو ډکې شي. د دوی په خبره میونسیپل کمیټۍ او مقامي حکومت د ښار له پاکولو او نکاسي څخه په مکمله توګه لاس اخیستی دی. د عمردراز وزیر ویډیو.