'د ساړه وطن خلک یو په تناره کې مو ژوند دی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا دی دوه کاله تېر شول خو د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شويو کډوالو ته لا هم د یوه ښه سباوون هېڅ څرک نه برېښي چې کله به د بنو له دغه تودو کېږدیو د خپل وطن سړو مېرو ته کډه کېږي. د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر یې په پنډغالي کې د هغوی پر کړېدلي ژوند خوالی ورسره کړی.