چترال کې پر ماشومانو تشددکوونکی استاد ونیول شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا تعلیم وزیر وايي، د چترال په دروش کې یې هغه استاد نیولی دی چې پر ماشومانو زده کوونکیو د تشدد کولو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې. صوبايي وزیر عاطف خان د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې وویل، چې پر ماشومانو د تشدد له کبله دغه استاد ته د ماشومانو قانون ساتنې له مخې تر درو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدلای شي.