د خوشال خان خټک په نامه نوی رېلګاډی پرانستل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د دوشنبې ورځې مازیګر د پېښور له کېنټ رېلوې سټیشنه د خوشال خان خټک ایکسپرېس په نوم نوی رېلګاډی له پرانستو سره سم د کراچۍ پر لور روان شو. په دغه رېلګاډي کې جدید سهولتونه دي چې د چارواکيو په خبره دا په ټاکلي وخت له کراچۍ و پېښور ته او له پېښوره و کراچۍ ته رسي. مسافرانو د حکومت په دې ګام خوښي وښوده.
د مشال راډيو خبریال غلام غوث یې ویډيو کښلې