پاکستان: د ترهګرۍ خلاف پر مبارزې مو نیوکه نه شي کېدای

په قبایلي سیمه کې یو پاکستانی عسکر

د پاکستان د خارجه چارو دفتر وایي چې د ترهګرۍ خلاف د دوی پر هڅو ګوته نشې پورته کېدای.

د زیارت په ورځ د پاکستان د خارجه چارو د دفتر ویاند نفیس زکریا د اونیزې خبرې غونډې پرمهال وویل چې د دواړو ملکونو ترمېنځه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره کوششونه روان دي او پاکستان او امریکا دواړه د اوږدې مودې ملګري دي.

خبریالانو ته نوموړي وړاندې وویل چې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال امریکايي سناتور جان مککین د ضرب عضب پر عملیاتو اطمینان ښکاره کړی و.

« د داسي غونډو مثبتې نتیجې مخې ته نشې راتلی او بل تاسو د زلمي خلیل زاد خبره وکړه چې هغه د پاکستان خلاف منفي بیان ورکړی، دا تجویز یې هم ورکړی چې پر پاکستان دې امداد ودرول شي نو تاسو ته به زه صرف دا ووایم چې د هغه تجربه او قابلیت ټولو ته معلوم دی او د هغه خبرې باید څومره جدي وګڼل شي؟ »

یاده دې وي چې دوه ورځې مخکې د امریکې د کانګرېس په یوه غونډه کې په پاکستان تنقید شوی و او ویلي شوي وو چې که پاکستان اوس هم د وسله والو تنظیمونو د حمایت پالیسي نه پرېږدي نو په پاکستان دې امداد بند کړای شي.

خو د پاکستان د خارجه چارو دفتر ویاند زیاته کړه چې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان څومره نقصان وچت کړی دومره بل یو ملک هم نه دی لیدلی.

په وارسا کې د ناټو کانفرانس په موقع د افغانستان ولسمشر لخوا د پاکستان پر ضد د ورکړل شوي بیان په اړه د خارجه چارو دفتر ویاند زیاته کړه چې داسي بیانونه په بنیادي توګه غېر مددګاره وي. نړیوالې ورورلۍ د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د کوششونو ستاینه کړې ده. اوس پکار ده چې پاکستان او افغانستان خپلمنځي کومک ته وده ورکړي چې نه صرف افغانستان بلکه ټوله سیمه کې امن پر ځای شي.

« موږ د افغانستان چارواکو ته بیا بیا مشوره ورکړې چې د داسي بیانونو ورکولو څخه دې ډډه وکړي. پاکستان د ترهګرۍ خلاف مهم شروع کړی او د پاکستان کوششونه نړیوالې ورورولۍ تسلیم کړي هم دي. »

د سیمه يیزو چارو کارو پوه طاهر خان وایي چې د پېنټاګان له بیانه جوتیږي چې امریکا د ترهګرۍ خلاف همکاري غواړي.

« امریکا به هېڅ کله دا ونه غواړي چې پاکستان دې خپه شي او دا هم نه غواړي چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه دې تعلقات خراب شي ځکه چې افغانستان کې د امریکې پوځیان موجود دي او دا یې اعلان کړی چې ۸۴۰۰ پوځیان به د کال ۲۰۱۷ پورې پاتي وي نو دوی به نه غواړي چې پاکستان سره خپل تعلقات خراب کړې او نه به غواړي چې یو وارې بیا د پاکستان او افغانستان ترمېنځ اوبه خړې شي ځکه چې امریکا دا وایي چې د درې واړو ملکونو همکاري او اعتماد د وسله والو ډلو خلاف ضروري دی»

پاکستان په وار وار ویلي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي او خپل کوششونه به په دې لړ کې جاري ساتي.