د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې ټیریسا مې د کنزروېټېف یا محافظه کاره ګوند د مشرۍ او وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره د انتخاباتو لومړنی دور ګټلی دی.
نوموړې تېر ماښام په پارلېمان کې د ګوند له ۳۲۹ غړو څخه د ۱۶۵ هغو رایې تر لاسه کړې.
د دویم پړاو انتخابات به د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ کېږي.
د دې ګوند مشرتابه لپاره دا ټاکنې تر هغې وروسته کېږي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب په اړه د ټولپوښتنې نتیجو له راتګ سره وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د ګوند له مشرۍ او وزیراعظمۍ څخه د استعفا ورکولو اعلان وکړ.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې برتانیویانو په رېفرنډم کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حق کې رایه ورکړه.
ټیریسا مې په ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې کیمپېن کړی وو.