په کراچۍ کې د اختر په شپه په هوايي ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي، بېګا د میاشت لیدو له اعلان سره سم د ښار په بېلا بېلو سیمو کې هوايي ډزې پیل شوې چې پکې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي. د پولیسو ویاند قمرزېب ستي نن خبریالانو ته وویل، ژوبل کسان جناح او عباسي شهید روغتونونو ته وړل شوي دي.