په سوات کې د یوناني ښار آثار موندل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تاریخي اثارو کارپوهان وایي د سوات په بریکوټ سیمه کې تازه اثار ښیي چې دغلته څه نا څه دوه زره کاله زوړ د مقدوني سکندر اعظم د وخت یو یوناني ښار وو،چې هغه پکې د څه وخت لپاره ژوند کړی وو. دغه اثار د یو اټالوي مشن چې د پښتونخوا او نورو سیمو پر تاریخي اثارو کار کوي، د پاکستانیو لرغونپوهانوپه مرسته د سوات د بریکوټ په بازیره سیمه کې کیندلي دي. په سوات کې د کلتوري چارو یو کارپوه شوکت شرار مشال راډیو ته وویل، د بازیره پشمول د سوات یو شمېر سیمې داسې تاریخې اثار لري او باید په قانوني توګه وکیندل شي. (( د دې په باره کې داسې ویل کیږي چې کله مقدونی سکندر سوات ته راغی، نو ده په بازیره کې څه وخت تېر کړی وو، د سکندر اعظم یو سپه سالار د سوات یوې بلې سیمې ته تللی وو، او داسې امکان شته چې د سوات په نورو سیمو کې همدغسې اثار وي، څه پکېلټولی شوي دي او څه لا پټ پراته دي، د هغه عسکر بیا غونډ ته راغلل او بیا له غونډه هندو ته ولاړل، په سوات کې داسې نور اثار هم شته او باید په ساینسي طریقو یي کیندنه وشي.))