جده: د امریکا کونسلګرۍ مخې ته ځانوژونکی برید شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سعودي عرب په جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ یوه ځانووژونکي خپلځان الوځولی دی چې د چارواکو په خبره یوازې بریدګر وژل شوی او دوه سعودي پولیس ژوبل دي. په ۲۰۰۴ م کال کې د القاعدې وسله والو په جده کې پر امریکايي کونسلګرۍ په برید کې پنځه ځايي کارکونکي وژلي وو. د هغه برید پر مهال څلور وسله وال د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو کې وژل شوي وو. د رویټرز ویډیو