بدخشان: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فایل فوټو

د افغانستان په شمال ختیځ کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر قول اردو مسوولین وايي، د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د څلورو قومندانانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر قول اردو قومندان لوی پاسوال شیر عزیر کامه وال مشال راډیو ته ویلي چې دغه عملیات له تېرو دوو ورځو راهیسې پیل شوي چې امنیتي ځواکونو او ولسي کسانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د یو بل خبر له مخې د ۸۰۸ سپین زر قول اردو ویاند ویلي چې د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې بیا ۱۰ تنه طالبان له دولت سره یو ځای شوي دي.

طالبانو د دغو دواړو موضوعاتو په تړاو څه نه دي ویلي.