د ازادې مبارزې لوبغاړي احمد ولي ته دعا وکړئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان ازادې مبارزې (فري فايټ) لوبغاړی احمد ولي هوتک چې د جمعې په ورځ يې د نړۍ ستر سازمان (فایټ نایټ گلوبل)په سياليو کې له خپل هسپانوي سيال روني ګومېز سره مسابقه ده له ټولو افغانانو د دعا کولو غوښته کړې. د ده په خبره ځکه چې د روس په سېنټ پيټرزبرګ کې کېدونکې دغه سيالۍ کې د روسي لوبغاړي د هڅولو لپاره به د نورو چارواکو سربيره د روس ولسمشر ولادیمير پوتین هم ورځي. د احمد ولي هوتک د مقابلې په تياريو او لاسته راوړنو ورسره اسرار عالم مومند مرکه کړې.