په لومړي وار د بلوچستان حکومت سترې پرمختیايي پروژې

بلوچستان صوبايي اسمبلۍ

ایکسپریس ټریبون لیکي ـــــ چې له نولس سوه پینځه اتیایم کاله د بلوچستانصوبايي اسمبلۍ یو غړي هم د پرمختیا یو څه منصوبه نه ده وړاندی کړې او دغلته په سرکاري دفترونو کې اداري درغلي/فساد یوه لویه ستونځه ده چې هواری يې مهم دی.

د ورځپانې په لیکنه بلوچستان صوبه له تېرو څو لسیزو راهیسې د پرمختیا په ځغل کې ډېره وروسته پاته شوې ده او له دې حالاتو د صوبې راوېستل اسانه کار نه دی. په روان مالي کال کې صوبايي حکومت د پرمختیا د ځینو منصوبو تجویزونه وړاندې کړې دي او که چېرې دغه منصوبې عملي شي نو د دغه صوبې د ولس ژوند ورسره ښه کېدلای شي.

د نویو تجویزونو له مخې به د پرمختیا لپاره ځانګړې کړل شوې پانګه د وزیرانو او خودغرضه چارواکیو په لاس کې نه وي.

ورځپاڼه وايي، دا یوه لویه دعوا ده. حکومت د صوبې د منصوبه بندۍ او پرمختیا د چارو مرستیال مشر سیکرېټري له خپلې چوکۍ لیرې کړی دی. او د هغه پر ځاي يې یو داسې چارواکی غوره کړی دی چې د خپلو اصولو په حواله ښه نوم لري. د هغه پر اوږ یوه لویه ذمه واري ده.

د ورځپاڼې په وینا له نولس سوه پینځه اتیایم کاله تر اوسه د صوبايي اسمبلۍ یوه غړي هم د پرمختیا یو داسې منصوبه نه ده وړاندې کړې چې ورسره ځايي خلکو ته روزګار تر لاسه شي او حکومت ترې یو څه مالي ګټه پورته کړي. دا خو نه کومه بهر ملکي لاسوهنه وه او نه د هغه خلکو کار وو چې د ریاست پرضد جنګېږي. دا په دغه صوبه کې د حکومتي ادارو دننه د اداري فساد یو لوی ثبوت دی. په دې کې د پاکستان وفاقي حکومت هم پړ دی.

اېکسپرېس ټریبون وړاندې لیکي ـــــ دا وخت د صوبې پرمختیا لپاره د شپېته (۶۰) بیلیونه روپیو معامله مخ ته ده او هغه خلک چې د ولس پیسې په بډه وهل غواړي په دې مالي پانګو نظر ساتي. په دې شپېته بیلیونه روپیو کې به نیمايي پانګه د کوټې ښار د اوبو نظام سمولو، او کوټې ښار ته د یوه رېل ګاډي پټلۍ غځولو چارې چې په پراخه کچه ولس ترې برخمن شي پر قوي کولو او بیا ولس ته د تعلیم او روغتیا د اسانتیاو ورکولو پر منصوبو لګېږي.

ورځپاڼې په خپله اداریه کې د مجوزه منصوبو هرکلی کړی دی او لیکلي دي چې د بلوچستان ولس د یو ښه ژوند حق لري.