ځايي اوسیدونکي او څارونکې ډله وايي روسي او سوریايي حکومتي جنګي الوتکو، په حلب ښار کې، د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې بمباري کړي دي.
په بریتانیا کې مېشته د بشري حقونو سوریايي ډله، یوه څارونکي ډله او ځايي اوسیدونکي وايي د جون په پنځمه نېټه حلب ښار نږدې ۵۰ هوايي بریدونه ترسره شوي چې پکې لږ تر لږه ۱۶ ولسي کسان وژل شوي دي.
په هم دې حال کې، رایټرز اژانس د ملکي دفاع د یو کارکونکي له خولې لیکلي چې د یاغیانوپه واک کې پر ښار په تر سره شوې بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
بل پلو، د سوریې حکومتي رسنۍ خبر ورکوي چې یاغیانو په ( حمدانیا )، ( میدان )، او د حلب په شاوخوا نورو سیمو کې تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.
حلب ښار چې د ترکي له پولې سره په ۵۰ کیلومیترۍ کې پروت دی، د حکومت او یاغیانو ترمنځ ویشل شوی. یاغیان هڅه کوي چې د بشارال اسد واکمني نسکوره کړي. روسیه د اسد د نظام ملاتړ کوي.