د قبایلي سیمو تړلیو سکولونو وزګار ماشومان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي سیمو استادانو دا دی څه باندې درې اونۍ وشوې چې د خپلو مسلکي دندو درجې لوړولو لپاره نه یوازې په ټوله فاټا کې بلکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم پر احتجاج دي. خو شا ته یې خپل ښوونځي/سکولونه تړلي پرېښودي دي چې له کبله یې لسګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزي په مومندو کې پر دغه ماشومانو ویډيو راپور کښلی چې ښوونځي یې تړل شوي او واړه ورځ په شاړو خوړونو کې لوبې کوي.