افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د مې پر ۱۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اداري فساد ضد مبارزې په کنفراس کې چې په لندن کې جوړېږي ګډون وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال چارشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل چې جمهور رییس به په دغه کنفراس کې د اداري فساد په برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړي.
مینه پال وايي، جمهور رییس به د دغه کنفراس په څنډه کې د بریتانیا له وزیراعظم دیوید کامرون او نورو له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي.
له دې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر ويلي و چې افغانستان او ناجریا په نړۍ کې په اداري فساد کې له تر ټول بد ښکېل هېوادونه دي.