د پښتني جامو فېشن شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د د ټېکنالوژۍ پرمختیا او هنري ودې ادارې (ټېکنالوجیکل اپګرېډېشن اینډ سکيل ډیولپمېنټ کمپنۍ) د قبایلی سیمو ښځینه جامو یوه ننداره وړاندې وکړه. دغه اداره د اروپايي ټولنې په مالې مرسته په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ځوانانو هنري ‌زده کړو لپاره کار کوي، او تر اوسه یې شپږ زره ځوانانو ته بېلا بېل کسبونه ورزده کړي دي. د اروپايي ټولنې سفیر د دستورې مشر مېلمه و. نوموړي وویل، اروپايي ټولنې، ځوانانو ته د کسبي هنرونو د ‌زده کړې بېلا بېلو پروګرامونو لپاره پاکستان ته تر اوسه پنځه څلویښت میلیونه یورو مرسته ورکړې ده. له پېښوره د غلام غوث ویډيو