د پاکستان وزیر اعظم په بنو کې ګڼې پرمختیايي پروژې پرانستلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د نهې ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو کې یوې لویې ولسي غونډې ته د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د سړکونو او ګېس په ګډون د ګڼو نورو پروژو پرانستنه وکړه. نوموړي وویل، چې د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهداري به د بنو ولس ته زښته ډېرې ګټې ورسوي. وزیر اعظم نواز شریف د بنو یو ورځني سفر پرمهال د دغه ښار پنځو یونین کونسلونو ته د ګېس ورکولو، بنو هوايي ډګر پراخول، په لکي مروت کې د پوهنتون او پاسپورټ دفتر جوړول، د بنو اقتصادي او صنعتي زونونو او د سړکونو په ګډون یو شمېر پروژې پرانستلې. خو د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مرستیال مشر نثار علي خان وویل، چې نواز شریف د شمالي وزیرستان کډوالو پر ستونزو هېڅ خبره و نه کړه او دوی یې ډېر خپه کړلو.