د وزیرستانیو کډوالو پنډغالي کې د ټي ټي پي قومندان ووژل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پرون د نهې پر ورځ د افغانستان په خاوره کې جوړ د وزيرستانيو کډوالو په يوه کيمپ کې د تحريک طالبان پاکستان د حکيم الله مسود ډلې يو قومندان او د هغه يو ملګری په ډزو وژل شوي دي.
په ډيره اسماعيل خان کې د پاکستان حکومتي چارواکي د دغه پېښې پخلی کوي.
بلخوا د طالبانو د هم يادې ډلې يو وياند ويلي چې دوی ته خپل دښمن مالوم دی او دا چې د دغه وژنې غچ به اخلي.
سيلاب مسود رپورټ راکوي.