هند پر پاکستان ټينګار کړی چې پر يوې هندي هوايي پوځي اډې باندې د بريد کوونکو وسله والو ژر او ښکاره محاکمه ګړندۍ کړي.
دا غوښتنه تېره ورځ [سېشنبه] د دواړيو لوريو تر منځ د مذاکراتو د بحالۍ پر مهال وشوه.
د پاکستان او هند تر منځ مذاکرات په جنوري مياشت کې د پاکستان پولې ته نږدې د هند پر پټانکوټ هوايي پوځي اډې تر بريد وروسته وځنډېدل. دا مذاکرات په تېر کال ډيسمبر مياشت کې هغه وخت پېل شوي وو چې کله هندي وزيراعظم د خپل پاکستاني سيال نواز شريف ليدو ته په يو ناڅاپي سفر لاهور ته سفر کړی و.
هند پر پاکستان ميشتې وسله والې ډلې جېش محمد د دې بريد تور پورې کړی چې اووه هندي پوځيان پکې ووژل شول. هند وايي، په دې تړاو يې د اقدام وړ استخباراتي معلومات اسلام اباد ته ورکړي دي.
بلخوا پاکستان تېره مياشت د پيښې ځای ته خپل پلټونکې ولېږل او ادعا کوي چې د پوښتنو ګروېږنو لپاره يې د جېش محمد ډلې د مشر په ګډون اووه مشکوک غړي نيولي دي.
د سېشنبې په ورځ په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سُبراهمانيم جېشنکر له خپل پاکستاني سيال اعزاز احمد چودري سره د ليدو پر مهال د بريد په پلټنو کې پر ژر او ښکاره پرمختګ ټينګار وکړی.