پېښور: نجلۍ په سیند کې ډاکومېنټري نندارې ته وړاندې شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور تاریخي اسلامیه کا لج پوهنتون کې د آسکار جایزه وړونکې پاکستانۍ پروډیوسرې شرمین عبید چنای ډاکومېنټري فلم نجلۍ په سیند کې (ا ګرل ان د ریور) نندارې ته وړاندې شوه. له کتو پس د پوهنتون ګڼو هلکانو او نجونو پر ډاکومېنټري ستاینې او نیوکې وکړې. دغه فلم د پنجاب ګوجرانواله ښار پر یوې نجلۍ جوړ شوی دی چې د مور پلار د خوښې پرته له خپل یوه ګاونډي سره په عدالت کې واده کوي، چې وروسته یې خپل پلار سیند ته غورځوي خو هغه په معجزانه توګه بچ کېږي او بیا د خپل حق لپاره په عدالت کې مقدمه کوي. وروسته د ځايي خلکو یوه جرګه نجلۍ رضا کوي او هغه د خپل پلار خلاف مقدمه بیرته اخلي او له زندانه خوښی کېږي. د مشال راډيو خبریال خالد خان پرې ویډيو راپور رالېږلی دی.