مردان کې ځانمرګی برید، ۱۸ تنه ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دغه بريد په ټبيانو کې درې ماشومان هم شامل دي او چارواکي وايي، چې د درو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. د خيبر پښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د سې شنبې په ورځ سهار د ايکسایز اينډ ټېکسېشن پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى چې د چارواکو په وينا اتلس تنه یې ژوبل کړي دي. د مردان پولیس مشر فیصل شهزاد ویلي بریدګر د پېښې خای ته په پښو ځان رسولی او تر چاودنې وړاندې یې ډزې کړې دي او وروسته یې پر خپلځان تړلي نژدې لس کیلو بارودت والوځول. امنيتي ځواکونو پر حکومتي ودانۍ تر بريد وروسته سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې پيل کړي دي. په عين حال کې د ريسکيو ١١٢٢ ژغورونکې ادارې غړي هم د پېښې ځاى ته رسېدلي او عمليات يې پيل کړي دي. تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.