د کراچۍ قاسم بندر کارکوونکي پر احتجاجي ناسته دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کراچۍ قاسم بندر کارکوونکو د دوی د کارځایونو شخصي کولو ضد ناسته پیل کړې ده او وايي، تر هغو به احتجاج ته دوام ورکوي چې حکومت له خپلې فیصلې په شا شوی نه وي. دوی وايي، حکومت وار له مخه څلور برتونه یا د دوی کارځایونه شخصي کړي او که پاتې درې یې هم خرڅ کړل نو له ۱۸۰۰ څخه زیات کارکوونکي به بې روزګاره شي چې پکې ۹۰ فیصده پښتانه دي. تفصیل د محمد عمران په رپورټ کې.