د سوات سیما له ملالې یوسفزۍ او عمران خانه مرسته غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات یوه کړېدلې ناداره مېرمن سیما د تحریک انصاف له مشر عمران خان او د نړیوالې تعلیمي مبارزې ملالې یوسفزۍ څخه غوښتنه کوي چې ددې علاج او د ماشومانو د تعلیم غم دې وخوري.څو کاله مخکې دسیما ژوند ښکلی و. خاوند یې روغ او دوه نارینه بچي یې ترڅنګ و ، خو بیا په یوه بمي چاودنه کې یې د خاوند دواړه لاسونه پرې شول او سیما ته د خپلې کورنۍ پالنه ورپغاړه شوه.سیما په ناروغه ځان د خاوند او بچو پالنه کوي خو له ژونده ستړې او ناراضه ده. د مشال خبریال نیاز احمد خان ورسره خبرې کړې دي.