ننګرهار کې افغان ځواکونو د پینځو وسله والو د وژلو ادعا کوي

د ننګرهار چارواکي په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پینځو وسله والو وژلو دعوه کوي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن مشال راډيو ته وویل، د جېټ الوتکو بمباري بېګا ناوخته د هسکې مېنې په شابیو کنډو کې شوې ده.

وسله والو لا څه نه دي ویلي او ازادې سرچینې هم د حکومت د دعوو تصدیق نه کوي.