د پښتونخوا په شوکدر کې د ځانمرګي برید مړي ۱۶ تنو ته ورسېدلو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبرپښتونخوا چارسدې د شبقدر تحصیل په کچرو کې په نني ځانمرګي برید کې د وژل شوو کسانو شمېر شپاړسو ته رسيدلی دی. د شبقدر د هسپتال د ډاکټرانو په وينا بريد کې خوا او شا پنځه ويشت کسان ژوبل شوي هم دي چې د پېښور په بېلابېلو روغتونونو کې يې درملنه روانه ده. د چارسدې ضلعې د پولیسو مشر سهیل خان رسنیو ته وویل په وژل شویو کې لږ تر لږه دوه پولیس واله شامل دي. د تحریک طالبان جماعت الحرار ډلې ددې برید ذمه واري منلې ده.