په هند کې د اسیا زړه پروسې د غړو هېوادونو غونډه وشوه

د ارشیف انځور

د آسیا زړه د پروسې د غړو او ملاتړو هیوادونو ترمنځ د باور جوړونې اومه تخنیکي غونډه په هند کې جوړه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې د اسیا زړه پروسې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په امکاناتو او په دې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې وشوې.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان له خوا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رئیس وحیدالله ویسي ګډون کړی و او پریکړې په دې شوې چې هند به د افغانستان د سوداګرۍ په اړه په روان میلادي کال کې یوه غونډه جوړوي.

د آسیا زړه هیوادونو وروستۍ غونډه په اسلام آباد کې جوړه شوې وه او ټاکل شوې چې د دغې پروسې د وزیرانو راتلونکې غونډه د ۲۰۱۶ کال په پای کې په هند کې جوړه شي.