طالبانو د اسلام اباد مذاکرات رد او خپل شرطونه تازه کړل

کابل کې څلور اړخېزه غونډه کې پريکړه شوې وه چې مارچ کې به طالبانو سره مخامخ خبرې کيږي.

په داسې حال کې چې پاکستاني او افغان چارواکو د دې اونۍ په اخره کې د طالبانو سره د مخامخ خبرو هيله ښودلې وه، طالبان وايي د دوی شرطونه بايد ومنل شي. که څه سرچينو ويلي چې طالبانو د فرورۍ په مياشت کې د مذاکراتو ورکړل شوې بلنه منلې خو هغوی وايي داسې نه ده.

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا وايي دوی تمه لري چې د مارچ د لسمې او پنځلسمې تر منځ به اسلام اباد کې طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي خو طالبان دا نه مني.

افغان طالبانو نن د شنبې په ورځ رسنيوو ته په لېږلې يو ايميل کې ويلي چې تر څو پورې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، د طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه ويستل شوې نه وي او د دوی بنديان ورخوشي شوي نه دي، تر هغې پورې مذاکرات مانا نه لري.

ياده دي وي چې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر وچقون نن د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ويلي وو چې دواړه خواوو مخامخ خبرو لپاره چمتوالی نیولی دی. هغه زياته کړې وه: ((د مخامخ خبرو غونډه د مارچ له لسمه تر پنځلسم په اسلام باد کې جوړیږي، هیله من یو افغان حکومت او وسله وال مخالفین به په دې اړه یو تفاهم ته سره ورسیږي، څو په سیمه او افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.))

ياده دي وي چې تېره هفته د پاکستاني وزيراعظم د ملي امنيت او بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز په واشنګټن کې ويلي وو چې دوی کولی شي طالبانو د سولې خبرو ته حاضر کړي. نوموړي زياته کړې وه چې پر طالبانو ځکه نفوذ لري چې هغوی پاکستان کې اوسيږي او هلته ورته روغتيايي سهولتونه ورکړل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې دا خبرې به په څو ورځو کې پیل شي.

"طالبانو سره د مارچ په لسمه مخامخ خبرې کيږي"

د جرمني خبري اژانس د پاکستان د دوو استخباراتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی بيا ويلي وو چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور په مذاکراتو کې د خپلې ډلې د ګډون اجازه ورکړې. ياد پاکستاني چارواکي ويلي چې د طالبانو مرکزي شورا ته د فرورۍ په مياشت کې بلنه رسېدلي او هغوی قبوله کړې ده.

خو د طالبانو نني ايميل کې ويل شوي چې دوی سره په دې اړه چا اړيکه نه ده نيولي او نه هم ملا اخترمحمد منصور داسلام اباد مذاکراتو لپاره استازي ټاکلي دي.