بریتانیا له افغانستان سره مرسته کوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د خپل هېواد له لوري له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دهمکاریو ډاډ ورکړ.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې سایمون ګس بېګا شپه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او نوموړي ته یې د افغانستان اوسیمې په اړه د بریتانیا د پلانونو او پروګرامونو په اړهمعلومات ورکړل.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو او مناسباتو د پیاوړتیا ترڅنګ په روان کال کې د وارسا او بروکسل د جوړیدونکو غونډو په اړه هم خبرې وکړې.