'پر پولیس مې غږ کړ، تښتوي مې'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد په سوپر جناح مارکېټ کې د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه تښتول شوی د افغانستان پخوانی والي فضل الله واحیدي سره د ازادۍ راډيو له خبریال حامد مومند په ټلیفون کرښه د خپلې تښتونې په کیسه کې وايي، (تېښتوونکو مې مخ او سر یې په یوه خولۍ راپټ کړی وو او بیا یې یو لوی څادر راباندې اچولی وو. له یوه ځایه بل ځای ته لېږدولم نو په لار کې پر یوه پولیس پوسته ودرول شو، دغه ګړۍ تېښتوونکو پولیس ته وویل، چې دا مو د کورنۍ زنانه ده، خو سمدستي غږ وکړ چې زنانه نه یم دغه خلکو تښتولی یم، خبر نه یم چېرته مې وړي. او دا وو چې له منګولو یې راخوشی شوم) نور حال یې په دغه مرکه کې واورئ